امریکا سومالیا په رسمیت وپېژندله

د خپريدو وخت: 05:57 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

د امريکا متحد ايالتونه پس له ٢٠ کلنو په لومړي ځل د سوماليې حکومت په رسميت وپېژاندۀ.

په واشنگتن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د سوماليا له ولسمشر سره له کتنې وروسته، دا د يوه خورا مهمه ورځ وبلله .

اغلې کلنټن وويل امريکا د سوماليې ملي واکمنۍ ته درناوى کوي او له حکومت سره نژدې کار ته دوام ورکوي.

د سوماليا ولسمشر حسن شيخ محمد د واشنگتن له ملاتړ نه چې دې نه ټکنى کېدونکى ملاتړ وباله مننه وکړه. هغه وويل سوماليا اوس يوۀ بل ثړاو ته ورننوځي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .