سومالیا کې یو خبریال وژل شوی

د خپريدو وخت: 11:11 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

په سومالیا کې د 'شبیلي' په نوم راډیو سټیشن وايي، په پلازمېنه موګادیشو کې د دغې راډیو یو پروډیوسر نامالومو وسله والو وژلی دی.

دغه راډیو وايي، عبدالحارث عثمان عدن له کوره کار ته پر لار روان و، چې په ډزو ووژل شو.

دا په روان میلادي کال کې لومړنی سومالیایي خبریال دی، چې وژل کیږي.

په ۲۰۱۲ کال کې لږ تر لږه ۱۸ خبریالان په سومالیا کې وژل شوي، او له همدې امله تېر کال سومالیا د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک ځای بلل شوی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .