يونان د ماليې پخوانی وزیر پلټي

د خپريدو وخت: 19:00 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391

له اوږد بحث وروسته د یونان پارلمان د دغه هېواد د مالیې د پخواني وزیر جورج پاپاکنسټنیو په اړه د جرمي پلټنو لپاره رایه ورکړه.

پر ده تور دی، چې له هغو کسانو سره يې سم چلند نه دی کړی، چې له مالیې ورکولو تښتېدلي وو او د سویس په بانکي حسابوو کې یې پيسې درلودې.

دغه بانکي حسابونه د سویس د حکومت له خوا ورته جوړ شوي و.

په دغو کسانو کې د ښاغلي پاپاکنسټنیو درې خپلوان هم و چې په پټه یې له دغه لست نومونه ایستل شوې وو.

خو د یونان پارلمان د مالیې د یو بل پخواني وزیر او دوو لومړیو پخوانیو وزیرانو په اړه د څېړنو پر غځېدو هم رایه ورکړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .