له ټوکې پټاکه جوړه شوه

د خپريدو وخت: 04:18 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

په برازیل کې د پولیسو یوه افسر په ټوکو کې په تېروتنې خپل همکار وژلی دی.

د رانډونوپولیس په ښار کې د پولیسو یوه افسر خپل موټر له ګراج نه ایسته، چې یو ملګری او همکار یې پر موټرسایکل راغی، او د موټرسایکل چلولو څانګړې خولۍ هلميت یې پر سر وه.

له رارسېدو سره سم یې د خپل همکار موټر په لاس واهه او هغه ته یې وویل لاسونه پورته کړه.

په موټر کې ناست پولیس خپل ټوپک ته لاس کړ او خپل ملګری یې په خیټه وویشت.

دی وايي کله چې مې د هغه له سره خولۍ لرې کړه نو پوه شوم چې خپل ملګری مې ویشتی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .