د برتانیا هوايي شرکت بښنه غوښتې

د خپريدو وخت: 07:32 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

د برتانیا هوايي شرکت( برېتیش ایرویز) له زرګونو هغو مساپرو بښنه غوښتې چې له لندن سره نژدې د هیترو له هوايي ډګره یې الوتنې د درنې واورې د اورېدو له امله ګډې وډې شوې. ډېر مساپر د څو ساعتونو لپاره په الوتکو کې ایسار پاتې وو، چې په خپلو الوتنو کې پاتې راغلې.

د جمعې په ورځ تر ۴۰۰ ډېرې الوتنې وځنډېدې او د هېترو هوايي ډګر د لنډې مودې لپاره تړل شوی وو. د بریتېش ایرویز شرکت ویاند ویلي ښايي د شنبې په ورځ هم په الوتنو کې ګډوډي موجوده وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .