امریکا: پر پخواني ښاروال د فساد تورونه لګېدلي

د خپريدو وخت: 05:24 گرینویچ - شنبه‬ 19 جنوري 2013 - 30 مرغومی 1391

د امریکا په متحده ایالاتو کې د نیو اورلینس ایالت پخوانی ښاروال رئ نګین د یوه لوی فدرالي پلاوي له خوا په فساد تورن شوی دی.

پر ده په لګېدلو تورونو کې، د بډې اخیستلو، دسیسې جوړولو، د پیسو سپینولو، درغلۍ او د مالیې د بېرته ورکولو په اسنادو کې د ناسمو معلوماتو لیکلو تورونه شامل دي.

فدرالي پلاوي ادعا کړې چې ښاغلي نګین په ۲۰۰۵ کال کې هغه مهال چې نیو اورلینس توپان ځپلی و او د بیا رغونې چارې یې روانې وې له دوو قراردادیانو څخه نغدې بډې او د ۱۶۰ زرو ډالرو په ارزښت ډالۍ ترلاسه کړې وې.

رئ نګین له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د نیو اورلینس ښار وال و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .