لاهور: اور لګېدنې شپږ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 04:43 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې د اور لګېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. د پاکستان دولتي ټلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې تېره شپه د لاهور ښار په لکشمي چوک سیمه کې یوې ودانۍ کې اور ولګېد او ډېر ژر څنګ لورې ودانۍ ته هم خپور شو، چې له امله یې شپږ کسان ووژل شول. د اور وژنې کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او تر اوسه د اور لګېدو سبب معلوم نه دی. د اور وژنې کارکوونکي وايي د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۵۰ کسان ژغورلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .