د کاچین توکم پالو یاغیانو پر سنګرونو برید

د خپريدو وخت: 21:41 گرینویچ - 20 جنوري 2013 - 01 سلواغه 1391

د برما پوځ له چين سره پر پوله د کاچين د توکم پالو ياغيانو پر سنګرونو بريد کړ او هغه اور بند يې مات کړی چې د جمعې په ورځ يې د حکومت له لوري لارښوونه شوې وه.

په کاچين ايالت کې د بي بي سي خبريال وايي د يکشنبې په ورځ د برما پوځونو په لايزا کې د ياغيانو له مرکز سره نژدې د يوې غونډۍ پر سر په يوه پوسته د هاوانونو ډزې وکړې.

دی وايي د برما سلګونه پوځيان ليدل شوي چې د ونو په مېنځ کې په خاپوړو او څښېدو تلل.

لسګونه زره کسان د جګړې له وېرې له سيمې تښتېدلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .