پر ځوانې هندۍ پر تېري او ژونې تورنو کسانو د اعدام غوښتنه شوې

د خپريدو وخت: 21:29 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391

د هغې ځوانې هندۍ پلار چې تېره مياشت يې په ډيلي کې پر لور جنسي تېری شوی او بيا له زورزیاتي مړه شوې وه، وايي لور يې د مسئولو کسانو اعدامولو سزا غوښتې ده.

هغه پنځه کسه په محکمه کې راڅرګند شوي چې د دغې ۲۳ کلنې زده کوونکې پر جنسي تېري او وژنې تورن دي.

شپږم کس د ځوانانو په يوه محکمه کې محاکمه کېږي.

په پلازمېنه ډيلي کې په يوه بس موټر کې پر دې بې رحمه بريد په ټول هند او نړۍ کې د خلکو غوسه وپارولې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .