یخنۍ ۱۷ افغانان وژلي دي

د خپريدو وخت: 05:57 گرینویچ - سه شنبه 22 جنوري 2013 - 03 سلواغه 1391

د بښنې نړیوال سازمان، امنسټي انټرنېشنل وایي په افغانستان کې د یخنۍ له لاسه د ۱۱ ماشومانو په ګډون د ۱۷ تنو مړینه دا په ګوته کوي چې باید په سخت ژمي کې له کورنیو کډوالو سره د مرستې چارې همغږې او ګړندۍ شي.

دغې ټولنې په افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ماشومانو په ګډون له سپین ږیرو او میندوارو مېرمنو سره د ژمي په یخني کې د مرستې او سون موادو تابیا ونیوله شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .