شمالي کوریا: اتومي دفاع او پوځي ځواکونه پیاوړي کوو

د خپريدو وخت: 15:09 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

د شمالي کوريا حکومت د ملګريو ملتونو امنيت شورا هغې پرېکړې ته غوسناک غبرګون څرګند کړی، چې پر دغه هېواد لګېدلي بنديزونه لا نور کلکوي. په بيونګ يانګ کې د بهرنيو چارو له وزارته يوې خپرې شوې اعلاميې ويلي دوی به د اتومي دفاع په ګډون خپل پوځي ځواکونه پياوړوي. اعلاميې ويلي له اتومي وسلو د کوريا ټاپوزمې پاکول شونی نه دي.

د ملګریو ملتونو پرېکړه ليک تېره نژدط موده کې د شمالي کوريا له لوري د اوږد واټنه توغندي ويشتنې غندنه کړې، او د غه نړيوال سازمان له مخکې شته تور نوملړ ته يو شمېر ځايونو او کسان ورزياتوي، چې د شمالي کوريا فضايي اېجنسي هم په کې راځي. پرېکړه ليک په دې اړه که پيونګ يانګ کومه اتومي ازموينه وکړه، د ستر ګام اخيستلو ګوتڅنډنه هم کړې ده.

پرېکړه ليک د امريکا او د شمالي کوريا تر ټولو نژدې ملګري چين ترمنځ د جوړجاړي پايله کې منل شوی. امريکا د شمالي کوريا تېرې مياشتې توغندي وېشتنه، يوه پټه ازموينه بولي. شمالي کوريا د م م دغه ګام په ځواب کې ژمنه کړې چې خپله اتومي دفاع به پياوړې کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .