نورستان کې د ډرون برید "وسله وال" وژلي

د خپريدو وخت: 17:49 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

چارواکي وايي د نورستان کامديش ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې له لسو زیات وسله وال وژل شوي.

نورستان کې د اووم سرحدي کنډک قومندان شمس الرحمن نورستانى وايي په وژل شویو کې بهرنیان نشته.

چارواکي وايي بريد داستوګنې له ځايه لرې د وسلوالو طالبانو پر هغه پټن ځاى شوى چې کامديش او برګمټال ته ورغلې لار ېې ساتله.

څه مود وړاندې په همدغه سیمه کې په ورته يوه بريد کې وسلوال په نښه شوي وو خو هغه وخت په کې د څو ملکې کسانو د وژل کېدو رپورټونه هم ورکړل شوي وو.

په دې ورستيو کې په کونړ او نورستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډير شوي چې د رپوټونو له مخې په ځينو کې ېې دالقاعدې غړي او نور ځاي مهم ولسوال په نښه شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .