چارسده کې دوې بمي چاودنې: د سر زیان نه دی اوښتی

د خپريدو وخت: 12:48 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

د خېبر پښتونخوا ایالت په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند د فتر ته څېرمه دوې بمي چاودنې شوې، چې له امله یې د سر زیان نه دی اوښتی.

د ځايي پولیسو په وینا لومړۍ چاودنه د ګوند دفتر ته څېرمه وشوه او بله چاودنه په همدې سیمه کې د یاد ګوند د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د غونډې ځای ته نژدې وشوه.

د باچا خان( خان عبدالغفار خان) د تلین په اړه نن چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند یوه غونډه وشوه، چې په کې د یاد ګوند یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .