کرېکټ: هند د بریا لپاره ۲۵۸ منډو ته اړتیا لري

د خپريدو وخت: 12:21 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

د انګلستان په وړاندې د یوه ورځنیو لوبو د لړۍ په څلورمه لوبه کې د هند لوبډله د ۲۵۸ منډو هدف تعقیبوي.

په موهالي کې د لوبې له پیله مخکې هند ټاس ( پچه) وګلټه او لومړی یې انګلستان ته د لوبې کولو بلنه ورکړه. انګلستان د ټاکلو ۵۰ اوورونو له پای ته رسېدو وروسته ۲۵۷ منډې جوړې کړې.

د انګلستان له لوري د لوبې ځانګړنه د الیسټر کوک، کېون پېټرسن او روټ نیمه سلیزې جوړول و. کوک او پېټرسن هر یوه ۷۶ منډې جوړې کړې او روټ له ۵۷ منډو جوړولو روسته هم و نه سوځېد.

د پنځو یوې ورځنیو لوبو په دې لړۍ کې هند دوه په یوه برلاسی دی. راجکوټ کې لومړۍ لوبه انګلستان وګټله، خو په کوچي او رانچۍ کې دوې لوبې د هند په بریالیتوب پای ته ورسېدې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .