د جنرال الن او مېرمن کېلي قضیه پای ته ورسېده

د خپريدو وخت: 14:30 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

د امريکا دفاع وزارت يوې پلټنې په افغانستان کې د دغه هېواد تر ټولو جګپوړی قوماندان جنرال جان الن په فلورېډا کې له يوې مېرمنې جېل کېلي سره د برېښناليکونو تبادلې سره په تړاو له نامناسب چلن سپين کړی دی.

دغه پيغامونه په داسې وخت کې راوسپړل شول چې اېف بي ای يا د امريکا پلټنو فډرالي ادارې مېرمن کېلي ته د يوې بلې ښځې پاولا بروډوېل له لوري استول شويو ګواښونکيو برېښناليکونو پلټنه کوله.

مېرمن بروډوېل د سي ای اې هغه مهال مشر ډېوېډ پېټرېيس پخوانی معشوقه وه.

د جنرال الن او مېرمن کېلي ترمنځ ځينې تبادله شوي پيغامونه د چارواکيو له لوري ژوندي او عاشقانه بلل شوي دي. جنرال الن په کلکه دغه تورونه رد کړي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .