ویتنام د اعدام لپاره زهر تولیدوي

د خپريدو وخت: 17:39 گرینویچ - چارشنبه 23 جنوري 2013 - 04 سلواغه 1391

ویتنام په پام کې لري چې د بندیانو د اعدام لپاره په کور دننه زهر تولید کړي.

دا خبره وروسته له هغه شوې چې له دغه هېواده بهر تولیدوونکو دوی ته د زهري پیچکاریو په توګه د نشه یې توکو صادرات ونه منل.

وروسته له هغه چې ویتنام پّ ډزو د اعدام لړۍ په ۲۰۱۱ کال کې ودروله، هلته شاوخوا پنځه سوه بندیان اعدام ته انتظار دي.

اروپایې ټولنې د دغو زهري توکو چې د ویتنام د نوي قانون له مخې د اعدام لپاره کارول کېږي ، لېږل رد کړي.

د ویتنام د عامه امنیت وزیر ویلي چې په دې برخه کې یې داسي سمونې راوستلي چې له مخې یې د اعدام چارو لپاره په کور دننه جوړ شوي زهر کارول کیدای شي، خو د دغو نویو توکو د خاصیت په اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .