'د القاعدې سعید الشهري مړ شوی'

د خپريدو وخت: 04:35 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

د یمن چارواکو ویلي، چې د القاعدې شبکې دویم جګپوړی مشر سعید علي الشهري وژل شوی دی.

دا راپور د اسلامي وېبپاڼو د منځ پانګو د ارزونې یوه امریکايي وېبسایټ خپور کړی دی.

یمني چارواکو ویلي، الشهري د هغو ټپونو له کبله مړ شوی، چې په تېر نومبر کې ټپي شوی و.

دا خبر د القاعدې شبکې له لوري تر اوسه نه دی تایید شوی، مخکې هم د الشهري د وژنې راپور ورکړل شوی و، خو ناسم ختلی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .