د الشباب ټوېټر پاڼه ځنډول شوې

د خپريدو وخت: 21:31 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

د سوماليا د الشباب اسلامپالې ډلې د ټوېټر پاڼه وروسته له هغه ځنډول شوې چې دوی په کې د کينیايي برمته شويو د وژلو ګواښ وکړ.

ټوېټر په دې اړه له څه ويلو ډډه کړې، خو د دوی اصول دا دي چې بايد پر پاڼه د تاوتريخوالي د ګواښ مخنيوی وشي.

د چار شنبې په ورځ دغې اسلامپالې ډلې وويل که کینيا سياسي زندانيان خوشې نه کړي، نو د برمته شويو کينیايانو ژوند په خطر کې دی.

د دې مياشتې په لومړيو کې الشباب پر ټوېټر اعلان وکړ چې دوی به برمته شوی فرانسوی ډېنېس الکس ووژني او بيا يې وويل دا کار شوی دی.

د فرانسې حکومت وايي دغه فرانسوی دوې اوونۍ وړاندې په يوه چاپه کې وژل شوی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .