فلوجه کې مظاهره چیان د سرتېرو په ډزو ووژل شول

د خپريدو وخت: 21:31 گرینویچ - جمعه 25 جنوري 2013 - 06 سلواغه 1391

له عراق نه راپورونه وايي چې سرتېرو په فلوجه ښار کې پر حکومت ضد مظاهره چيانو ډزې کړي، پنځه کسه يې وژلي او له شلو ډېر نور يې ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي سرتېرو وروسته له هغه پر مظاهره چيانو د ټوپک خولې ور واړولې چې پر دوی يې د کاڼو او اوبو د بوتلو وارونه وکړل.

دا د شيعه حکومت پر وړاندې په زياتو ګڼ مېشته سني ښارونو کې د مظاهرو د مخ په زياتېدونکو څپو د لړۍ وروستۍ هغه دي.

دا لومړی ځل دی چې د لاريون پر مهال مظاهره چيان د امنيتي ځواکونو له لوري وژل کېږي.

د سني او شيعه سياسي مشرانو ترمنځ د تېر کال په اخر کې سياسي کړکېچ زور اخيستی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .