د اروزګان یو قومي مشر وژل شوی

د خپريدو وخت: 09:29 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

د اروزګان امنیتي چارواکي وایي نن سهار (شنبه/جنوري ۲۶) شاوخوا اته بجې د مرکز ترینکوټ د پوټې په کلاچه کې مخ پتو وسله والو یو قومي مشر په ډزو وواژه او بریدکوونکي له سیمې تښتېدلي دي.

د اروزګان د پولیسو ویاند فرید عایل وایي چې وژل شوی کس ملک عبدالله نومېده، چې د سیمې یو مخور کس و.

چارواکي وایي، دا لا ښکاره نه ده چې وسله والو دغه قومې مشر ولې وواژه، چې د دوی په خبره دا به تر پلټنو وروسته په ډاګه شي.

وړاندې هم په اروزګان ولایت کې ځینې قومی مشران او دیني عالمان له حکومت سره د همکارۍ په تور وژل شوي، چې د ځینو د وژلو پړه وسله والو پر غاړه اخیستې او ځینې دا ډول بریدونه یې رد کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .