‌ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیالو اورپکو یوبل سره وژلي

د خپريدو وخت: 11:53 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

له پاکستانه راپورونه وایي له جمعې راهیسې د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د سیالو اورپکو ډلو ترمنځ په روانه جګړه کې لږ ترلږه ۳۴ کسان وژل شوي چې ډېری یې اورپکي دي.

د پاکستاني او سیمه ییزې حکومت پلوي ډلې ''انصار الاسلام'' ترمنځ جګړه هغه مهال پیل شوه، چې پاکستاني طالبانو په تيرا دره کې د انصار الاسلام څو پوستې ونیولې.

انصارالاسلام ادعا کوي چې دغه پوستې یې بېرته نیولې دي.

دغه لیرې، خو ګڼه دره ځکه ستراتیژیک اهمیت لري، چې افغانستان او پاکستان دواړو ته لار لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .