مصر: سویس ښار ته پوځ لېږل شوی

د خپريدو وخت: 08:14 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

مصر کې د انقلاب د دویمې کللیزې پر مهال د اخ وډب په پېښو کې له مرګ ژوبلې رامنځ ته کېدو وروسته په سویس ښار کې پوځ ځای پرځای شوی.

سویس کې پوځیان د دولتي ودانیو مخې ته په زغره والو ګاډو کې ځای پر ځای شوي. سویس کې د ایالت د امنیتي چارو مسوول د مصر دولتي ټلویزیون ته ویلي، چې موږ له پوځ نه غوښتي، چې له دې ستونزمن حالت نه د وتلو تر مهاله موږ ته مرسته ولېږي.

د چارواکو په وینا سویس کې د اخ و ډب له امله شپږ کسان وژل شوي او په قاهره، اسکندریه او یو شمېر نورو ښارونو کې هم د زورزیاتي پېښې رامنځ ته شوې.

د مصر په پلازمېنه قاهره کې هم د شنبې په ورځ د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ د اخ و ډب پېښې وشوې.

بل لور ته د مصر ولسمشر محمد مرسي د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د اخ و ډب په پېښو کې د اوو کسانو له وژل وروسته له خلکو غوښتي چې ارام اوسي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .