مصر کې ۲۱ کسان په اعدام محکوم شول

د خپريدو وخت: 08:58 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

مصر کې یوې محکمې د فوټبال لوبې پر مهال په رامنځ ته شوې شخړې کې ښکېل ۲۱ کسان په اعدام محکوم کړل. دغه شخړه د تېر کال په فبرورۍ کې د دوو لوبډلو د پلویانو تر منځ رامنځ ته شوه، چې په پایله کې یې ۷۴ کسان وژل شوي وو. د مصري محکمې دغه پرېکړه داسې مهال کړې، چې په دغه هېواد کې د انقلاب د دویمې کلیزې پر مهال له زور زیاتي ډک احتجاجونه دوام لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .