د امریکا کډوالۍ سیستم کې د سمون غوښتنه

د خپريدو وخت: 06:14 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

د امريکا د دواړو سترو ګوندنو اغېز څښتنو سناتورانو د يو داسې پلان تفصيل په ډاګه کړی، چې د امريکا کډوالۍ نظام کې سمون راولي.

دغه پلان د پولو لا کلک امنيت او داسې سختو تدبيرونو وړانديز کوي چې د دندو څښتنانو له لوري ناقانونه کډوالو ته د کار ورکولو مخنيوی وکړي.

خو په بدل کې يې سناتوران وړانديز کوي چې په امريکا کې له وړاندې شته ۱۱ میليونه ناقانونه کډوالو ته د هېوادولۍ لار هواره شي.

جمهوري غوښتونکي سناتور جان مکېن وويل دا لار بايد سخته خو عادلانه وي.

ولسمشر اوباما چې د دغو وړانديزونو هر کلی يې کړی، اټکل دی نن سې شنبه د کډوالۍ خپل اصلاحات په ګوته کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .