د مکسیکو یوه څا کې د ۴ نورو مړو موندل کېدل

د خپريدو وخت: 06:15 گرینویچ - سه شنبه 29 جنوري 2013 - 10 سلواغه 1391

په مکسيکو کې چارواکي وايي د دغه هېواد شمال (نيوو ليون) ايالت يو څا کې څلور نور مړي موندلي، چې له ۸ نورو سره يې شمېر اوس ۱۲ ته رسېږي.

د دغو مړيو ۴ يې د (کومبو کولومبيا) موسيقۍ ډلې د غړيو په توګه پېژندلي شوي چې تېره اوونۍ يې په نژدې سيمه کې د موسيقۍ له نندارې وړاندې کولو وروسته د ورکېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

پوليسو ويلي د دغې ډلې يو غړی د تښتونکيو له منګولو په تېښته توانېدلی و، چې بيا يې دغه څا ته د پوليسو لارښونه کړې. په څا کې موندل شوي مړيو پر تنو د موسيقۍ ډلې پېژل شوي کميسونه وو.

د نشه يي توکيو کاروباريانو په تېرو کلونو کې د مکسيکو موسيقۍ يو شمېر کسان وژلي، خو (کومبو کولومبيا) ډلې داسې موسيقي غږوله چې د نشه يي توکيو له کاروبار سره يې تړاو نه درلود.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .