مالي او فرانسوي پوځیان کدال سیمې ته ننوتي

د خپريدو وخت: 08:49 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

مالي کې دېره فرانسوي پوځیان وايي د دغه هېواد په شمال کې د سخت دریځو پر ضد د پوځي عملیاتو په لړ کې وروستۍ سیمې کدال ته ننوتي دي. د فرانسې هیلیکوپترونه او جنګي الوتکې تېره شپه د کدال هوايي ډګر ته رسېدلي. په رپوټ کې ویل شوي، چې سخت دریځي له مخکې نه له سیمې وتلي دي، خو لا هم معلومه نه ده، چې سیمه د چا په واک کې ده. د فرانسې او مالي پوځیان په چټکتیا سره د مالي د شمالي برخو کنترول تر لاسه کوي. ټمبکټو او ګاوو وار له مخه د دوی په کنترول کې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .