د برازیل اور اورلوبې را منځ ته کړ

د خپريدو وخت: 21:11 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

د برازیل د سوېلي ښار سانتا ماریا د پولیسو مشر ویلي، د نایټ کلب د وژونکي اور ستر لامل هغه اورلوبې وې، چې باید له ودانیو دباندې تر سره شي.

د تېرې یکشنبې د اور لګېدنې له کبله تر اوسه ۲۳۵ تنه وژل شوي دي.

د پېښې د پلټنې مشر ماخسېلو ارېګوني ویلي، د کلب کارکوونکو د ودانیو دننه کارېدونکو اور توکو پر ځای بهر کې کارېدونکي ارزان بیه توکي اخیستي وو.

تر دې وړاندې یوې محکمې د دغه نایټ کلب شتمني کنګل اعلان کړه.

د دغې پېښې له امله برازیل درې ورځنی ملي ماتم کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .