ولسمشر د ۹ کلن هلک وژونکو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه

د خپريدو وخت: 19:57 گرینویچ - پنجشنبه 31 جنوري 2013 - 12 سلواغه 1391

افغان ولسمشر حامد کرزی د هغه نهه کلن هلک د وژنې عاملینو ته د سختې سزا غوښتی چې مړی یې پرون د هرات ښاره په یوه وتلې سیمه کې وموندل شو.

دغه ماشوم چې د یوه هراتي پانګه وال زوی و، یوه میاشت مخکې تښتول شوی ؤ او پرون یې کورنۍ ته مړی په لاس ورغی.

پولیس وایي د دې پېښې په تړوا د اصلي عاملینو په ګډون یې نهه تنه نیولي دي.

پرون د هرات یو شمېر اوسېدونکو د دغه ماشوم مړی د هرات لوبغالي ته لېږدولی ؤ او د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې یې عاملینو ته د اعدام سزا غوښتې وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .