کورمه کې ۲ ګوزڼ ضد واکسین کارکوونکي وژل شوي

د خپريدو وخت: 10:03 گرینویچ - پنجشنبه 31 جنوري 2013 - 12 سلواغه 1391

قبایلي سیمې کورمه ایجنسۍ کې د بمي چاودنې له امله د ګوزن واکسین دوه کار کوونکي وژل شوي. د ځايي چارواکو په وینا دواړه رضا کاران پر یوه موټر سایکل روان وو، چې سړک کې خښ کړل شوی بم پرې وچاودېد.

د چارواکو په وینا بم په کور کې جوړ شوی و. د دوی په وینا پېښه د برې کورمې په مالي خیل سیمه کې د پنجشنبې په ګهیځ وشوه.

کورمه ایجنسۍ کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین یوه مسوول جواد علي بي بي سي ته وویل په ټوله کورمه کې د ګوزن ضد واکسین درې ورځني کمپاین پای ته رسېدلی و او نن پنجشبنه د اضافي ورځي په توګه هغو ماشومانو ته د واکسین ورکولو لپاره ځانګړې شوه وه، چې له دې کمپاین څخه پاتې شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .