امریکا: پوځ کې ځانوژنه ډېره شوې

د خپريدو وخت: 06:48 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت په یوه څېړنه کې ویل شوي، چې هره ورځ په اوسط ډول د دغه هېواد ۲۲ تجربه لرونکي پوځیان ځانونه وژني. د پخوانیو شمېرو پرتله دغه شمېره ډېره بلل کېږي. په څېړنه کې ویل شوي، د پوځیانو یو په دوه برخه هغه دي، چې عمرونه يي له ۵۰ کلنۍ ډېر وي. دغه څېړنه له ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۱۰ پورې موده په بر کې نیسي. د امریکا د حکومت له لوري په خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي و، چې په پوځیانو کې د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .