ویده قاضي له دندې وشړل شو

د خپريدو وخت: 05:29 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د روسيې په لرې ختيځ کې يو قاضي وروسته له هغو له خپلې دندې گوښه کړل شو چې د محاکمې په يوۀ بهير کې يې ظاهرا" د خوب پر مهال فلم اخيستل شوى و.

پر دغه قاضي وروسته له هغې سختې نيوکې وشوې چې د مدافع وکيل د استدلال وړاندې کولو پر مهال څو ځله ودۀ شوى و او بيا يې تورن په پنځه کاله بند محکوم کړ.

د تورن د بيا محاکمې حکم وروسته له هغه ورکړل شو چې د مدافع وکيل له خوا پر فېس بوک خپور شوى دغه فلم لسگونو زرو کسانو وليد چې بيا وروسته د روسيې پر دولتي تلويزيون هم وښوول شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .