امریکا اوس هم اروپا ته "پوره ژمنه" ده

د خپريدو وخت: 21:08 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د امريکا مرستیال ولسمشر جوبايډن وايي سره له دې چې د اوباما د ادارې تمرکز د ارام سمندر په سيمې مخ په زياتېدو دی، بيا هم امريکا اروپا ته پوره ژمنه ده.

ښاغلي بايډن دغه ډاډ ګېرنه د جرمني په ميونيخ ښار کې ورکړه چې د ولسمشر اوباما د دويمې دورې د بهرنۍ تګلارې ځينې برخې تنظيموي.

جو بايډن چې د امنيت په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه ميونيخ کې دی، تاييد کړه چې له روسيې سره د دفاعي توغنديو، بشري حقونو او د سوريې په موضوعاتو پراخ توپيرونه لري.

ټاکل شوې هغه وروسته د روسيې د بهرنيو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .