له سوري مخالفینو سره د مسکو نوي اړیکي

د خپريدو وخت: 04:08 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

روسیه وايي غواړي د سوریې له مخالفینو سره په دوامداره توګه اړیکې ولري. دا اعلان وروسته له هغه وشو چې په لومړي ځل د دواړو خواوو لوړ رتبه چارواکو په مونیخ کې د نړیوال امنیتي غونډې په حاشیه کې سره ولیدل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د سوریې د مخالف ایتلاف مشر احمد میز الخطیب ته مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړه.

د بي بي سي خبریال وايي سره له دې چې مسکو په سوریه کې د کړکېچ د هواري په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له نورو غړو سره ورته نظر نه لري د روسیې له خوا د حرکت نښې نښانې ښکاري.

ښاغلي الخطیب د امریکا له مرستیال ولسمشر جوبایډن سره هم ولیدل. دغه راز ښاغلي بایډن او لاروف هم سره خبرې وکړې.

په خپله له سوریې نه رپوټونه وايي چې یاغیانو د حلب له نړیوال هوايي ډګر سره نیژدي یوه ستراتیژیکه سیمه نیولې ده.

په شیخ سعید ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې سختې جګړې روانې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .