پاکستاني طالبان: له حکومت سره خبرو ته چمتو یو

د خپريدو وخت: 13:39 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

پاکستاني طالبانو یو ځل بیا د دغه هېواد حکومت ته د خبرو بلنه ورکړې. په یوه ویډیويي پیغام کې د وسله والو پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان پاکستاني حکومت ته د خبرو بلنه ورکړې او په دې لړ کې يي پر پاکستاني سیاستوالو مولانا فضل الرحمن، نوازشریف او منورحسن د باور څرګندونه کړې.

د نوموړي په وینا که دغه کسان د پوځ لپاره تضمین وکړي، نو د خبرو د بریالیتوب چانس شته. د نوموړي په وینا د خبرو له پیله مخکې باید د دوی پنځه کسه نیول شوي ملګري خوشي شي، ځکه د ده په وینا دغه پنځه کسان به د دوی د مرکچیانو ملګري وي.

په دې کسانو کې ملاکنډ سیمه کې د طالبانو ویندوی مسلم خان، مولانا محمود خان او پخوانی ویندوی مولوي عمر شامل دي. په ویډیو کې عدنان نومی کس هم لېدل کېږي، چې ویل کېږي، د بنو له زندانه تښتېدلی دی.

د احسان الله احسان په وینا د پاکستاني مقاماتو له رویې داسې معلومیږي، چې دوی د خبرو لپاره جدي نه دي، خو د نوموړي په خبره دوی په دې سربېره هم د پاکستان او اسلام لپاره مذاکراتو ته منتظر دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .