د مالي شمال کې فرانسې عملیات کړي

د خپريدو وخت: 04:08 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

ديرشو فرانسوي جنگي الوتکو د مالي په شمال کې هوايي گوزارونه کړي دي .

په مالي کې د بي بي سي خبريال وايي بمباريو د شمالي ښار کېدل غرنيزې سيمې په نښه کړي دي .

باور کېږي چې اورپکو دغلته ځانونه پټ کړي وي .

فرانسوي ځواکونه وروسته له هغه چې د چارشنبې په ورځ يې دښار هوايي ډگر ونيوه د هغه د امنيت خوندې کولو هڅه کوي .

د بي بي سي خبريال وايي کېدل د اسلام پالو اورپکو وروستى پياوړى مرکزو چې توريگ ياغيانو نيولى او ښايي د خبرو اترو له لارې وهڅول شي چې ښار وسپاري .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .