برتانیا کې پر افغان سوله خبرې کېږي

د خپريدو وخت: 04:12 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

د برتانيا لومړى وزير ډيويډ کاميرون له لندنه بهر په يوه رسمي استوگن ځاى کې د افغانستان له ولسمشرحامد کرزي او پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري سره نن خبري کوي .

درې سره اړخونه پر هغو لارو چاروبحث کوي چې پر بنسټ يې د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې سوله ټينگه شي او راتلونکى کال افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د جگړييزماموريت له پاى ته رسيدو وروسته د طالبانو د راگرځيدو مخه ونيول شي .

د بي بي سي خبريال وايي تر ټولو لويه خبره داده چې طالبان د سولې په جوړوونکو خبرو کې ښکېل شي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .