پر مالیزیا د ملګرو ملتونو نیوکې

د خپريدو وخت: 13:12 گرینویچ - دوشنبه 04 فبروري 2013 - 16 سلواغه 1391

د ملګرو ملتو د کډوالو ادارې د ماليزيا پر حکومت نیوکې کړي چې شپږ ايغور توکمه چينايان يې چې د پناه اخيستو په لټه کې وو، له خپلو پولو بېرته چين ته ورشړلي.

( يو ان اچ سي آر) وايي دغه کسان له دې سره سره بېرته استول شوي چې دوی يې ماليزيا ته په اړه اندېښنه په ډاګه کړې وه.

د بشري حقونو د څار ډلې د دغو شپږو کسانو بېرته ورګرځول له نړېوالو اصولو پراخ سرغړاوی بولي، وايي دغه کسان له نامعلوم برخليک سره مخامخ دي.

ماليزيا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .