قاهره کې ایرانی ولسمشر په بوټ وویشتل شو

د خپريدو وخت: 07:34 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په قاهره کې د يوه لرغوني جومات د ليدو پر مهال د اعتراض کوونکو له خوا په بوټ وويشتل شو.

هغه لاریون کوونکی چې په قاهره کې د یو لرغوني جومات نه د ایران د ولسمشر محمود احمدي نژاد د لیدنې پر مهال یې هغه په بوټ ویشتلی، نیول شوی دی.

ظاهراً دغه بوټ پر ښاغلي احمدي نژاد نه دی لګېدلی، خو هغه عاجل له الحسین جوماته وتلی دی.

یو شمېر خلکو احمدي نژاد ته د ډارن نارې وهلې.

د مصر او ایران ترمنځ درې لسیزې وړاندې د اړیکو له خرابېدو راهیسې، ښاغلي احمدي نژاد لومړنی ایرانی ولسمشر دی چې دغه هېواد ته سفر کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .