چین د غریب او مالداره ترمنځ واټن ختموي

د خپريدو وخت: 16:49 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

د چین حکومت د مالداره او بې وزلو ترمنځ د ډېریدونکي واټن د کمولو لپاره یو نوی پلان اعلان کړی چې پر مټ به یې په دریو کلونو کې آته میلیونه خلک له بې وزلۍ وژغوري.

دغه تازه لارښود چې د چین دولتي شورا له خوا صادر شوی وايي د اصلاحاتو په پایله کې باید ګټه په منصفانه توګه تقسیم شي.

په نوي پلان کې د بې وزلو بزګرو د ګټې د ډېریدو، په ښارونو کې د مزدورانو د کمو تنخواګانو د ډېریدو، بې وزلو ته د ښه روغتیايي اسانتیاوو، تعلیم او تربیې او ارزانه کورونو د برابرولو وړاندیزونه شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .