په فراه کې د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو ایرانیان نیول شوي

د خپريدو وخت: 16:53 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

د نشه یی توکیو د قاچاق په تړاو څلور ایراني وګړي په لویدیځ ولایت فراه کې نیول شوي دي.

چارواکي وایي سرحدي پولیسو له دغو کسانو سره څه باندې ۱۲۰۰ سوه کیلو ګرامه نشه یي توکي نیولي دي.

د فراه د والی ویاند عبدالرحمن ژوندي وویل دغو کسانو غوښتل نشه یي توکي له افغانستان ایران ته ولیږدوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .