افغانستان کې تر عوایدو ډېر رشوت

د خپريدو وخت: 12:17 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

په افغانستان کې د اداري فساد په اړه یو رپوټ ښيي چې افغانانو تېر کال د خپل هېواد د کورني عاید دوه برابره رشوت ورکړی چې شاوخوا څلور میلیارده ډالر کېږي.

دغه رپوټ چې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې له خوا چمتو شوی وايي، د درې کاله پخوا په پرتله د فساد کچه تیر کال څلویښت سلنه لوړه شوې ده.

داسې ښکاري چې د خلکو له خوا د اداري فساد د منلو کچه هم مخ په ډیریدو ده. شاوخوا اویا سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي د یو ملکي مامور لپاره دا د منلو وړ ده چې د رشوت په اخیستو سره خپله تنخا لوړه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .