م م: د سوري کډوالو شمېر ډېر شوی

د خپريدو وخت: 13:44 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو اداره يو ان اچ سي آر وايي د هغو سوريايانو شمېر په ډراماتيک ډول پورته شوی چې په ګاونډيو هېوادونو کې خوندي ځايونه لټوي.

د دغې ادارې يوه وياند وويل هره ورځ شاوخوا۵۰۰۰ کسان د جګړې له وېرې له سوريې تښتي.

يو ان اچ سي آر وايي له هغه راهیسې چې دوه کاله وړاندې په سوريه کې جګړه پيل شوې کابو ۸۰۰ زره کسان ګاونډيو هېوادو کې د کډوالو په توګه راجستر شوي دي.

له ماشومانو د ملګرو ملتو د ملاتړ اداره يونيسف وايي په پنډغالو کې د اوبو لږوالی او د حروغتیا پالنې نشتوالي په ماشومانو کې د ناروغيو خطر زيات کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .