کورمې اېجنسۍ بمي بريد ګڼ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 16:25 گرینویچ - جمعه 08 فبروري 2013 - 20 سلواغه 1391

د پاکستان د شمال لوېديځ کورمې اېجنسۍ په کلايه ښارګوټي کې له يوه مارکېټ سره نژدې يوه بمي بريد لږ تر لږه شپږ کسه وژلي دي.

دغه چاودنه له يوې حکومتي ودانۍ سره نژدې شوې او روښانه، نه ده چې د چاودنې هدف چارواکي و او که د طالبانو ضد د قبایلي لښکر غړي.

اورکزي د هغو سيمو څخه يوه ده چې طالبان په کې د حکومتي ځواکونو او هغو ځايي ټولنو پر ضد جنګېږي چې د حکومت ملګري دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .