ژمنی توپان د امریکا ختیځو سیمو ته رسېدلی

د خپريدو وخت: 07:44 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

د امريکا په شمال ختيځ کې سختې واورې د مسوچوسټ، رودي ټاپو، کونکټېکټ، نيويارک او مياني ايالتونه پوښلي او په بېړني حالت کې دي.

ميليونونو کسانو ته خبرداری ورکړل شوی چې له خپلو کورونو را ونه وځي او زرګونه نور لا له وړاندې برېښنا نه لري.

د مسوچيوسټ ايالت والي په موقتي ډول ټول غير ضروري ترافيک د دغه ایالت پر سړکونو منع کړي دي.

د نيويارک او دريو نورو لویو هوايي ډګرونو په ګډون ټول پروازونه لغوه شوي او د نيويارک په شمال کې د رېل ټول خدمتونه ځنډول شوي دي.

تمه ده چې له واورې سره سخت باد هم وي چې چټکتيا يې په ساعت کې له سلو کيلومترو زياته اټکل شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .