امریکا له ایرانه د اتومي اندېښنو په باب ځواب غواړي

د خپريدو وخت: 07:46 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

له هغه وروسته چې جان کېري د امريکا د بهرنيو چارو وزير شو په خپل لومړي کنفرانس کې له ايران نه په ټينګه وغوښتل چې د تهران د اتومي پروګرام په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.

ښاغلي کېري وويل د امريکا متحد ایالات ژمن دي چې ايران د اتومي وسلو له لرلو راوګرځوي او په دې برخه کې خپل فشار ته دوام ورکوي.

ده وويل نړېواله ټولنه به قناعت وکړي که دی ورته ووايي چې ايران د دې مياشتې په ورستيو کې په قزاقستان کې په خبرو کې ونډه اخلي.

ايران ټينګار کوي چې اتومي پروګرام يې د ملکي مقاصدو لپاره دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .