عراق کې د 'مجاهدین خلق' غړي وژل شوي

د خپريدو وخت: 07:52 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

له عراقه رپوټونه وايي، بغداد ته څېرمه د ایراني مخالفانو (خلق مجاهدین) پر یوه کمپ برید شوی، چې لږترلږه شپږ کسان په کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند منلې ده، چې د ایراني مخالفانو په دغه کمپ د توغندي په برید کې څو کسان وژل شوي.

دغه کمپ بغداد ته څېرمه د امریکايي ځواکونو اډې ته نژدې موقعیت لري.

مجاهدین خلق منلې ده، چې د ددوی پنځه نارینه او یوه ښځينه غړي وژل شوي، او تر ۵۰ ډېر نور سخت ټپیان شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .