د خېبر پښتونخوا لپاره نوی والي ټاکل شوی

د خپريدو وخت: 05:42 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د خيبر پښتونخوا ایالت لپاره انجنیر شوکت الله د نوي ګورنر (والي) په توګه ټاکلی.

د پاکستان د دولتي راډیو په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې ولسمشر زرداري دغه پرېکړه د پاکستاني لومړي وزیر په مشوره کړې.

نوی ګورنر به دیکشنبې په ماښام لوړه وکړي.

انجنیر شوکت الله د باجوړ اوسېدونکی دی او د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې يې د پاکستاني پارلمان غړیتوب تر لاسه کړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .