کيورياسيټي مریخ کې کیندنه کړې

د خپريدو وخت: 05:49 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

مريخ ته د امريکا له لوري لېږل شوې پلټونکې وسيله په لومړي ځل د بېلگو د را ټولولو لپاره د دغې سيارې د تغر لاندې ډبرينه برخه برمه کړې ده. د دغې آلې يا وسيلې چې کيورياسيټي نومول شوې پر روبوتي مټ لگيدلې برمه په ډبرو کې شپږ سانتي متره ژوره تللې او اوس به په کې دننه ځاى پر ځاى شوى لابراتواري آله کاروي چې را ټول کړي پوډر وازمايي. په ناسا کې ساينس پوهان وايي دا بهير به وښيي چې په مريخ کې د ژوندون لپاره اړين شرايط شته او که نه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .