په نړیواله کچه مالیې قوانینو د پیاوړي کولو غوښتنه

د خپريدو وخت: 12:50 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

یوې برتانیا میشتې خیریه ټولنې اکشن ایډ د نړۍ پر مشرانو چې په جون میاشت کې د جي اته هېوادونو په سرمشریزه کې راټولیږي، غږ کړی چې په نړیواله کچه د مالیو د قوانینو د پیاوړي کېدو لپاره قاطع ګامونه واخلي.

اکشن ایډ په زامبیا کې د دغو قوانینو وضعیت ته په اشارې ویلي چې هلته د خوړو یوه لوی نړیوال شرکت د دغه هېواد د کرنې د برخې د یوه کارکوونکي په څېر لږ مالیه ورکوي. د برتانیا حکومت چې د دغې غونډې مشري کوي، له مخکې ویلي چې د دغسې نړیوالو کمپنیو د مالیې د ورکړي موضوع به د غونډي په اجنډا کې وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .