''افغان زندانونو کې بندیان شکنجه شوي''

د خپريدو وخت: 04:35 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ددې پخلى کړى چې يو شمېر بنديان په حکومتي زندانونو کې شکنجه شوي دي.

په دې اړه دولسمشرۍ دفتر اعلاميه وروسته له هغه راغله چې افغان ولسمشر حامد کرزي له هغه پلاوي سره وکتل چې د بنديانو د شکنجې د ادعاوو د پلتڼې په موخه گومارل شوى و.

دغه پلاوى وروسته له هغه په کار پيل وکړ چې د ملگرو ملتو په يوه رپوټ کې وويل شول چې په حکومتي زندانو کې بنديان شکنجه شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارووزارت چې زندانونه چلوي د ملگرو ملتو ادعاوې رد کړي، خو د ولسمشر له لوري گومارل شوي دغه پلاوي ويلي دي چې له بنديانو سره ناوړه چلن شوى او حتي شکنجه شوي دي.

ايساف مخکې ويلي وو، چې د بنديانو د شکنجې په اړه د اندېښنو له کبله يې افغان حکومت ته د افغان بنديانو د سپارلو لړۍ هم ځنډولې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .